د ۲۰۲۰ م کال د نولس کلنو نړیوال جام افغان لوبډله اعلان شوه

 د افغان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د ډېسمبر په اتمه نېټه د یکشنبې په ورځ د نولس کلنو څخه کم عمره نړیوال پنځوس اوریز جام لپاره پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړه.

 د نولس کلنو افغان تازه اعلان شوې لوبډله کې فرهان ذاخېل لوبډلمشر او اسحاق محمدي پکې وېکټ ساتونکی دی.

 څو ورځې وړاندې افغان نولس کلنې لوبډلې هندوستان ته سفر کړی و او اوس د ۲۰۲۰ م کال نړیوال جام لپاره چمتو والی نیسي.

 افغان نولس کلنو لوبډلې د ۲۰۱۸ م کال په نړیوال پنځوس اوریز جام کې ګډون کړی و، چې په نیمه پای لوبه کې اسټرالیا ورته ماته ورکړه او څلورم مقام افغان لوبډلې واخېست.

 د ۲۰۲۰ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام د جنوري په ۱۷ مه نېټه د ۱۶ لوبډلو په ګډون پېلېږي او د فبروري تر ۹ مې پورې دوام کوي.

 ۲۰۱۸ م کال کې د دې سیالیو اتلولي هندوستان ګټلې وه، ۲۰۲۰ م کال کې د نولس کلنو پنځوس اوریز نړیوال جام کوربتوب جنوبي افریقا کوي.