د جنوبي افریقا کرکټ بورډ د مشر دنده ځنډول شوې

 د سویلي افریقا د کرکټ بورډ مسئولینو د یو خبري کنفرانس له لارې اعلان وکړ، چې د کرکټ بورډ د مشر دنده یې ځنډولې ده؛ تبنګ مورو د لوبډلې په ګډوډۍ او د مالي امکاناتو د فلج کولو په تور له دندې ګوښه شوی دی.

 د سویلي افریقا د سیمه یز کرکټ مشر ټوني ایرېش ویلي، چې ناسمو لاسوهنو لوبډله له بشپړ بُحران سره مخ کړې ده او دې چارې د لوبډلې کارکرده ګۍ ته پوره زیان رسولی دی.

 د ټوني اېرېش په وېنا هڅه کوو چې د لوبډلې ګډوډي بېرته جبران کړو، هغه وایي په تاکید سره وایو چې د لوبغاړو، لیدونکو، مالي ملاتړ کوونکو او د افریقایانو باور به ساتو.

 د سټنډرډ په نامه یو بانک چې د افریقایي کرکټ لوبډلې مالي ملاتړی دی، وایي؛ مونږ د مالي ملاتړ په بدل کې پوره شفافیت او روڼتیا غواړو.

 د سویلي افریقا د کرکټ بورډ په مشر داسې مهال دا تورونه لګېږي او دنده یې ځنډول کېږي، چې د دې هېواد لوبډلې په تېر نړیوال پنځوس اوریز جام کې ۵ لوبې وبایللې، درې یې وګټلې او یوه لوبه یې د باران له امله بې پایلې شوه.

 تبانګ مورو تر اوسه په خپل ځان د لګېدلو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.