په شل اوریزو سیالېو کې ویرات کهولي او محمد نبي مساوي، خو شاهد افریدي درېیم مقام ګټلی

 ورزشي وېب پاڼو داسې یو خبر خپور کړی، چې په هغې کې د محمد نبي عیسی خېل، ویرات کولي او شاهد افریدي یادونه شوې ده.  په دې خبر کې ویل شوي، چې محمدنبي عیسی خېل په شل اوریزو لوبو کې ۱۲ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شوی، چې ۱۲ ځلې یې نغدي جایزې او یا هم کرکټ ټرافیانې اخېستي دي.

 ورپسې د ویرات کولي یادونه شوې، چې هغه هم په شل اوریزو لوبو کې ۱۲ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شوی او ۱۲ جایزې یې هم اخېستي دي، چې په دې ډول محمدنبي عیسی خېل او ویرات کولي د شل اوریزو لوبو د غوره لوبغاړو په جایزو اخېستلو کې مساوي شول.

 ویرات کولي د ډېسمبر تر ۶ مې نېټې پورې ۱۱ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی راغلی و؛ خو د جمعې په ورځ یې د ویسټ انډیز خلاف غوره پاڼۍ لوبولو هغه په دولسمه جایزه ونازاوه.

 بل پلو د پاکستانۍ لوبډلې پخواني پښتون الراونډر شاهد افریدي هم په شل اوریزو لوبو کې ۱۱ جایزې اخېستي او دریم اسیایي لوبغاړی دی، چې زیاتې غوره جایزې یې ترلاسه کړي دي.