زهیر عباس: ویرات کهولي د کرکټ په هر فارمټ کې نامي دی

د پاکستانۍ لوبډلې پخواني کرکټ لوبغاړي زهیر عباس د ویرات کولي او سټیف سمېت په اړه څرګندونې کړي دي، د هغه په خبره سمېت یواځې په ټېسټ لوبو کې غوره لوبغاړی دی او ویرات کولي بیا په ټولو فارمټونو کې بریالی توپ وهونکی دی.

زهیر عباس چې د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې پخوانی کرکټ لوبغاړی دی، هندوستاني ویرات کولي او د اسټرالیا سټیف سمېت په اړه غږېدلی دی.

د هغه په خبره چې سټیف سمېت یواځې په ټېسټ لوبو کې غوره لوبغاړی دی او ویرات کولي بیا شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ درې واړو لوبو کې غوره کرکټر دی.

سټیف سمېت په ټېسټ لوبو کې لومړی نمبر توپ وهونکی دی او ویرات کولي په ټېسټ کرکټ لوبو کې دویم مقام خپل کړی دی.

ویرات کولي په یو ورځنیو کرکټ لوبوکې لومړی توپ وهونکی دی او سټیف سمېت په یو ورځنیو لوبوکې یوویشتم نمبر توپ وهونکی دی او په شل اوریزو لوبوکې ویرات کولي تر لسم مقام رارسېدلی او لا د پرمختګ په حال کې دی.

خو سټیف سمېت بیا په شل اوریزو لوبو کې دوه پنځوسم نمبر توپ وهونکی دی.

ظهیر وایي که دې پرتلې ته پاملرنه وکړو؛ نو معلومېږي، چې ویرات کولي په درې واړو ډولونو لوبو کې غوره کرکټ لوبغاړی دی.