په ري ویوو اخیستلو کې تمیم اقبال له ویرات کولي غوره دی

د کرېک بز وېب پاڼې د ځېنو کرکټ لوبډلو د لوبډلمشرانو لخوا د ایل بي ډبلیو اوټ لپاره د ري ویوو اخېستلو پرمهال د هغوی د بریا نوملړ خپور کړی دی، چې دغه نوملړ کې لومړی نمبر بنګله دېشی تمیم اقبال دی او دویم د هندوستان ویرات کولي دی.

په کرکټ کې د ایل بي ډبلیو سوځولو لپاره په توپ وهونکي لوبغاړي اپیل کېږي، چې د لوبڅار لخوا د سوځېدلو او یا هم نه سوځېدلو پرېکړه کېږي.

خو که لوبڅار د توپ اچوونکي له اپیل سره توپ وهونکی اوټ حساب کړي، بیا نو توپ وهونکی د ریوو غوښتنه کوي او که د بالر له اپیل یا غوښتنې سره لوبڅار اوټ ور نه کړي، بیا بالر د خپل لوبډلمشر په مشوره ریوو اخلي.

په دغو ریوو اخېستلو کې د بنګله دېشي تمیم اقبال د بري سلنه تر ویرات کولي لوړه ده، د ریوو دا کچه په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې معلومه شوې ده.

د تمیم اقبال ریوو اخېستنه ۲۵ سلنه بریالۍ ده، د ویرات کولي، ۲۳ اعشاریه ۵۳ سلنه بریالۍ ده، د افریقایي لوبډلمشر فاف ډوپلیسي ۲۳ اعشاریه صفر ۸ سلنه، د انګلستاني جاني بېرسټو ۲۰ سلنه، د سریلانکایي دیموت کرونرټنی ۱۸ اعشاریه ۷۵ سلنه، د اسټرالیایي سټیف سمېت ۱۵ سلنه او د اسټرالیایي نتن لین بیا صفر سلنه ریووز بریالۍ شوي دي.

د کرکټ برخه کې ریوو اخېستل ډېر دقت ته اړتیا لري، چې یوه پرېکړه یې کولای شي، د کرکټ لوبې ټول اړخ بدل کړي.