بنلګه دېش کرکټ بورډ له تمیم اقبال راضي دی

ولید خپلواک

 د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې تکړه اوپنر توپ وهونکي تميم اقبال، د فرسټ کلاس سیالیو نړیوال شپږ کلن ریکارډ مات کړ. د نوموړي دې ښې کار کرده ګۍ د بنګله دېش کرکټ بورډ زړه لاسته راووړ.

تميم اقبال چې د بنګله دېش په کورني فرسټ کلاس سیالېو کې د ختیځ زون لوبډلې لپاره لوبیږي، نوموړي د سریلانکایي بریدګر اوپنر توپ وهونکي، کومارا سنګاکارا ریکارډ په فرسټ کلا سیالیو کې مات کړ.

سریلانکایي چپ لاسي توپ وهونکي په ۲۰۱۴ م کال کې ۳۱۹ منډې ترلاسه کړې وې. له هغه وړاندې د بنګله دیش دوهم لوبغاړي رقیب الحسن، په ۲۰۰۷ م کال کې د فرسټ کلاس سیالېو په یو اننګز کې ۳۱۳ منډې جوړي کړې وې.

 تميم اقبال د دې منډو څخه زیاتې منډې په یو اننګز کې جوړوي، هغه د ختیځ زون لوبډلې لپاره په یوازې ځان ۳۳۴ منډې ترلاسه کړې وې.

بنګله دیش کرکټ ملي لوبډله د تميم دغه ډول ښه اننګز  چې وړاندې یې ترسره کړی، په زړه پوري بلي او د پاکستان راتلونکي ټیسټ لپاره د تميم پوره چمتوالی ښایې. دغه سیالۍ د بنګله دیش په ميرپور ښار کې روانې وشوې.