د انګلنډ د ملي لوبډلي روزونکي ګریټ ساوټکیټ خپل معاش کم کړ

محمود خان منندوی

د انګلنډ فوټبال فدراسیون خبر  ورکړی دی چې د ملي لوبډلې روزونکي ګریټ ساوټیک خپل معاش ۳۰ سلنه راښکته کړی. فدارسیون یې دا اقدام ستایلی دی.

ګابریل جیسوس د انګلستان د حذفي جام د اخیرو ۸ لوبو په ۱۱ ګولونو کې مستقیم اغیز درلود. ۴ د ګول پاسونه او ۷  ګولونه یې ووهل. نوموړی ۲۲ کلن دی او د برازیل یو له نامتو لوبغاړو شمېرل کیږي. نوموړی له وزن هم کافي بدن لري، د ۱.۷۵ سانتي متره قد سره ۷۳ کېلو وزن لري.

منچسټر سیټي د اروپا د ۵ معتبره لیګونو د دې فصل لومړی کلب شو، چې ټولو لوبلړونو کې یې ۱۰۰ ګولونه پوره کړل.

دا لوبډله په خپلو غښتلو لوبغاړو سره زیات بریالۍ وي.

 منچسټر سیټي د اووم فصل له پاره پرلپسې په ټولو ټورنمنټونو کې ۱۰۰ لګولي ګولونه پوره کړل او د الیکس فیرګوسن تر منچسټر یونایټیډ وروسته د غوره لیګ لومړی کلب شو، چې دا ډول ریکارډ یي جوړ کړ. په ورته وخت کې بیا  مارسیال پرون د منچسټر یونایټیډ له پاره ۲۰۰ سیالۍ بشپړې کړې.

نوموړی اوسمهال ۲۱ کلن دی او ۱.۸۱ سانتي متره د قد لوړوالی لري. مارسیال د فرانسې یو له نامتو لوبغاړو شمېرل کیږي. نوموړي له دې وړاندې ۱۹۹ سیالۍ ترسره کړې و، خو وړمه ورځ یې د منچسټر یونایټیډ اراده پیاوړې کړه.

مارسیال د فوټبال په نړۍ کې یو له هغو لوبغاړو شمېرل کیږي چې په سیالۍ کې شور جوړولی شي.