افغان الف لوبډلې د بنګله دېش خلاف پچه وګټله او توپ اچوونه کوي

تاند

د افغانستان او بنګله دېش د الف لوبډلو ترمنځ د دویمې څلور ورځنۍ فرسټ کلاس لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.

د افغانستان او بنګله دېش د الف کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه څلور ورځینۍ یا فرسټ کلاس لوبه پېلېدونکې ده. ددې لوبې تازه جزیات به درته له همدې پاڼې خپروو.

یاده دې وي چې په لومړۍ فرسټ کلاس لوبه کې یې بنګله دېش لوبډلې ته په اووه ویکټو ماتې ورکړې وه.

هغه لوبه کې قیس احمد لس ویکټې اخېستې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی وو.

له دې فرسټ کلاس لوبې وروسته به د دواړو لوبډلو ترمنځ پنځه یو ورځینۍ لوبې هم ترسره شي.