راشد خان د افغان کرکټ ملي لوبډلې د درې واړه فارمټونو لوبډلمشر اعلان شو

خان وزیر عابد

 د افغانستان کرکټ بورډ په ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیالیو کې د افغان لوبډلې د پرله پسې ماتو وروسته نن یو ځل بیا د خبري کنفرانس له لارې د ملي لوبډلې په لوبډلمشرۍ کې تغیرات راوست او دا ځل یې د دریو واړو فارمټونو لپاره راشد خان نوی لوبډلمشر اعلان کړ.

دا تغیرات وروسته له هغې راځي کله چې د پخواني لوبډلمشر اصغر افغان پر ځای ګلبدین نایب د ملي لوبډلې لپاره د یو ورځنیو سیالیو لوبډلمشر اعلان شو، خو د ګلبدین نایب په لوبډلمشرۍ کې افغان لوبډلې د نړیوال جام د سیالیو په ترڅ کې په پرله پسې توګه نهه تاریخي ماتې وخوړې.

د نړیوال جام پر مهال داسې شکونه هم موجود و چې ګوا کې د اصغر د لېرې کېدلو وروسته لوبډله پر دوو برخو یا په دوو ډلو وېشل شوې ده، د مبصرینو پر وینا تجربه ناکو لوبغاړو د ګلبدین په لوبډلمشرۍ کې له زړه لوبه نه کوله چې له همدې امله یې ټول ملت خفه وو.

د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیالیو څخه په تش لاس د ملي لوبډلې د راتګ سره سم په افغان کرکټ بورډ کې ځینې څېړنې وشوې چې د دغو څېړنو په نتیجه کې یو شمېر تغیرات راغلل، دغه راز یو شمېر مهمې کمېټې هم جوړې شوې تر څو معلومه کړې ولې افغان لوبډلې په نړیوال جام کې په پرله پسې توګه ماتې وخوړې؟

په دغو کمېټو کې د یوې څېړنې وروسته داهم معلومه شوه چې افتاب عالم په نړيوال جام کې له ډسپلين څخه سرغړونه کړې وه، چې له امله يې د افغانستان ډسپلین کمېټې له یو کلن بندیز سره مخ کړ.

دغه راز دوه ورځې وړاندې د افغانستان د کرکټ بورډ نوی اجرایه رئیس د یوې مهمې ازموینې وروسته معلوم شو چې په هغې کې د ۱۳ کسانو له مجموعې لطف الله ستانکزی دغې بست ته بریالی اعلان شو.

اوس نو د بورډ ممبر غړو د ملت او د کرکټ د ښه ساتلو لپاره د لوبغاړو سره د ناستو وروسته نوی لوبډلمشر راشد خان وټاکه، تر څو په لوبډله کې بې اتفاقي ختمه شي او یو ځل بیا دا لوبډله یو موټي سره راټوله کړي او دې ملت ته خوښي راوړي.

د ملي لوبډلې په لوبډلمشرۍ کې دا تغیرات وروسته له هغې راځي کله چې پرون ورځ د افغان کرکټ بورډ غړو له افغان ولسمشر سره ولیدل.

ولسمشر د بورډ غړو ته ویلي وو د کرکټ بورډ تشکیلاتي ستونزې او اړتیاوې دې جدي وارزول شي او د رفع کېدو لپاره دې عاجل اقدامات وشي. دا د بورډ مسئولیت دی چې د ټیم د ښه ځلېدو د هڅو ترڅنګ په ټیم کې نظم او اتحاد وساتل شي.

د همدې ناستې وروسته نن د ملي لوبډلې لوبډلمشر اعلان شو