کرکټ بورډ: نوی افغان لوبډلمشر او لوبډله به ۲۲م تاریخ اعلان شي

خان وزیر عابد

د افغانستان کرکټ بورډ پتیېلې ده چې د نړیوال جام لپاره به د ټيم اعلان پر ۲۲ اپريل کوي، خو شرط دادی چې که اصغر افغان دې اعلان ته غاړه کېږدي‌.

د کرکټ بورډ معلومات ښيي چې د نړۍ وال جام د لوبو لوبډلمشري به اصغر افغان کوي او مرستيال کپتان به يې ګلبدين نايب وي.

تر نړیوال جام وروسته به اصغرافغان د شل اوريزه لوبو کپتاني کوي او ګلبدين نايب به د يو ورځنيو لوبو کپتان وي. دا پريکړه په جنوبي افريقا کې د کرکټ بورډ د مشرتابه او همداراز د افغان لوبډلمشر اصغر افغان ترمنځ شوې ده.

که څه هم د اصغر افغان له لورې لا تر اوسه دا خبره نه ده منل شوې؛ خو د کرکټ بورډ مشر عزيزالله فضلي له جنوبي افريقا دوبۍ ته دراتګ نه شېبې وړاندي لوبډلمشر اصغر افغان ته دا فيصله ور اورولې ده .

د افغان لوبډلې يوه لوبغاړي چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، وويل چې په لوبډله کې سخت ګډوډي ده، نيمه لوبډله له اصغر افغان او نيمه له کرکټ بورډسره ولاړه ده.

کرکټ بورډ هڅه کوي چې ژر تر ژره لوبډلمشر اصغر افغان خوشحاله کړي او رسمي اعلان وکړي .
د کرکټ بورډ مشر عزيزالله فضلي او لوبډلمشر اصغر افغان څلور ورځې وړاندې جنوبي افريقا ته لاړل چې اصغر افغان هلته پاتې شو او ښاغلی فضلي بيرته دوبۍ ته راستون شو.

په دوبۍ کې د کرکټ بورډ مشران له پخوانېو کرکټ‌ چارواکو سره دېره شوې ‌چې د ستونزي‌ حل راوباسي‌.

د کرکټ بورډ او لوبډلمشر ترمنځ اختلافاتو د هیواد پر ملي ‌لوبډله سخت ناسم اثر پاشلی دی، که حالات هم دا ډول پاتې شي؛ ښايي د افغانستان کرکټ لوبډله د لانورو ستونزو ښکار او په نړیوال جام کې له بد برخلیک سره مخامخ شي .