افغان لوبډلمشر نائب: راتلونکو ۲ اوونېو کې د نړيوال جام لپاره لوبډله اعلانوو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نوی لوبډلمشر ګلبدين نائب وايي: په راتلونکو دوو اوونيو کې به د نړيوال جام لپاره لوبډله اعلان شي.

هغه وايي، په جنوبي افريقا کې به افغان لوبډله د اپريل تر ۲۷مې نيټې پورې خپلو تمريناتو ته ادامه ورکړي او په ۲۸ مه نيټه به هيواد ته ستنيږي.

ګلبدين نائب زياته کړه، په دغه هيواد کې شپږ لوبې لري او یادو لوبو ته په کتو به کرکټ بورډ په درويشتمه یا څلورويشتمه نېټه د نړيوال جام لپاره پنځلس کسيزه ډله اعلان کړي.

نوموړي وويل: راشد، نبي او مجيب د هند په آی پي ايل کې بوخت دي چې هغه هم ورته ښه پرکټس دی خو ډير ژر به له خپلې لوبډلې سره یوځای شي.

نائب وايي: په لوړ مورال او نوښت سره به نړيوال جام ته ووځي.

د کرکټ نړيوال جام د مۍ مياشتې له دېرشمې د جولای تر څوارلسمې نيټې د انګلستان په ويلز ښار کې ترسره کيږي.