د سټرالیا کرکټ ملي لوبډله په نړیوال جام کې د ۱۹۹۹ کال لباس اچوي

خان وزیر عابد

ټاکل شوې چې د انګلستان په کوربتوب د (۲۰۱۹) کال نړيوال جام به د راتلونکې (مۍ) میاشتې پر دېرشمه نېټه د لس غوره لوبډلو ترمنځ پیل شي، د دې جام لومړنۍ لوبه به د جنوبي افریقا او انګلستان ترمنځ په لندن ښار کې ترسره شي.

اسټرالیا لا تر دې وخته پنځلس کسیزه لوبډله نه ده اعلان کړې؛ خو په نړیوال جام کې د لوبېدو لپاره دغه لباس چې په (۱۹۹۹) ميلادي کال کې د اسټراليا لخوا په تن شوی وو د مينه والو لخوا د زیاتو غوښتنو سربېره د ډېرو رایو ورکولو وروسته د اسټرالیا کریکټ بورډ لخوا د ( ۲۰۱۹) کال نړيوال جام ته هم انتخاب شو.

په نړیوال جام کې به د تمریناتي سیالیو لړۍ د راتلونکې مۍ میاشتې پر (۲۴) مه نېټه د نړيوال جام وړاندې پیل شي، چي افغانستان له پاکستان سره په (۲۴) مه نېټه او انګلستان سره په (۲۷) مه نېټه تمريني سیالۍ کوي

داچې نړیوال جام ته ټولې (۴۸) ورځې پاتي، ډیری لوبډلې په تمریناتي کمپونو او چمتو والي باندې بوختې دي، یوازې نیوزیلینډ لوبډلې نړیوال جام ته خپله ټاکل شوې لوبډله ټاکلې. دغه راز هند یې څلور ورځې وروسته اعلانوي او افغانستان به یې دوه اونۍ وروسته په جنوبي افریقا کې د تمریناتو وروسته اعلان کړي.

په نړیوال جام کې ټولې ( ۴۳) نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کېږي، چې هره لوبډله به د یو بل پر وړاندې یوه یوه سیالي ترسره کړي چې ټولې نهه سیالۍ کېږي.