انګلیستان د ایون مورګن په لوبډلمشرۍ نړیوال جام ته دا لوبډله اعلان کړه

نصرت الله عمرزی

د انګلستان په ګډون زیاتو لوبډلو نړیوال جام ته خپلې لوبډلې اعلان کړې، خو افغان کرکټ بورډ لا هم نړیوال جام ته خپله لوبډله نه ده اعلان کړې.

د انګلستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې له لوري نړیوال جام ته په اعلان شوې لوبډله کې ایون مورګن لوبډلمشر، معین علي، جوني بیرسټو، جاس بټلر، ټام کورن، جو ډینلي، الیکس هېلز، لیام پلونکیټ، عادل الرشېد، جو روټ، جیسن رای، بین سټوکیز، ډېوېډ ویلي، کریس ووکېس او مارک ووډ شامل شوي.

له دې وړاندې نیوزېلنډ، هندوستان، استرالیا او بنګله دېش لوبډله هم نړیوال جام ته خپلې ملي لوبډلې اعلان کړې دي.

افغان لوبغاړي جنوبي افریقا کې په تمریناتو بوخت دي او افغان کرکټ بورډ به هم ډېر ژر خپله ملي لوبډله نړیوال جام ته اعلان کړي.