اصغر افغان خپله لوبډلمشري ګلبدين نايب ته وسپارله

خان وزیر عابد

د افغان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لولډلمشر اصغر افغان د ملي لوبډلې د لوبډلمشرۍ چارې د څلورو کلونو وروسته ګلبدین نایب ته وسپارلې.

نږدې دوه اونۍ وړاندې د افغان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د یوې پرېکړې له مخې اصغر افغان د لوبډلمشرۍ له دندې لېرې کړ او پر ځای یې د کرکټ دریو فارمټونو لپاره بېلابېل لوبډلمشران وټاکل. د اصغر افغان پر ځای یې د یو ورځنیو سیالیو لپاره ګلبدین نایب، د شل اوریزو سیالیو لپاره راشد خان، او د ټېسټ لپاره یې رحمت شاه وټاکه.

اصغر افغان د لوبډلمشرۍ څخه د لېرو کېدلو له امله څو ورځې مرور و، د بورډ عمومي رئیس او نورو پخوانېو چارواکو پر مرسته یې جنوبي افریقا ته د تمریناتي کمپ په موخه بېولی و، د ځینو مهمو سرچینو پر وینا؛ اصغر افغان سره یو ځل بیا د لوبډلمشرۍ ژمنه شوې وه؛ خو ګلبدین نایب یې مخالفت وکړ او پر شوې پرېکړه کلک ودرید.

خو د څو ورځو ناستو ورسته د ملي لوبغاړو تمريناتي کمپ پر مهال پخواني لوبډلمشر اصغر افغان په جنوبي افریقا کې د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رییس عزیز الله فضلي او ملي لوبغاړو په موجودیت کې د ملي لوبډلې د لوبډلمشرۍ خولۍ او چارې رسمآ نوي لوبډلمشر ګلبدين نايب ته وسپارلې او نوموړي ته یی مبارکي ورکړه.

اصغر افغان د ګلبدین نایب سره ژمنه وکړه چې د اړتيا په صورت کې به د لوبو پر مهال ګلبدين نايب سره اړينې مشورې شريکوي. په دغه ناسته کې ګلبدين نايب د اصغر افغان لاسته راوړنې وستايلې او همدارنګه يې د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه له باور مننه وکړه.

ګلبدین نایب وایې: (( په دې لوى مسووليت کې به هڅه کوي چې د خپلو ملي لوبغاړو ترڅنګ د افغانستان درې رنګه بېرغ ورپوي او هېوادوالو ته د ډېرو خوشحاليو زېري ورکړي.)

د معلوماتو له مخې نن د اپرېل پر دوه ویشتمه نېټه به د ( ۲۰۱۹ کال) نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې پنځلس کسیز نوملړ هم اعلان شي.