کرکټ بورډ د اصغر افغان بختور راج نسکور کړ

صحت سمسور

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي او مخکېني لوبډلمشر اصغر افغان د لوبډلمشرۍ کامیابه راج پای ته ورسېد.

اصغر افغان د خپل دور یو کامیابه لوبډلمشر و، نوموړي په خپلې لوبډلمشرۍ کې د افغانستان لپاره تر ټولو زیاتې لوبې ګټلي دي.

افغان د ۲۰۱۵ کال رانېولې تر ۲۰۱۹ م کال پورې د افغان لوبډلې کپتان پاتې شوی و، چې پرون د افغان کرکټ بورډ د سلېکشن کمېټې له لوري له لوبډلمشرۍ  لرې او پرځای د درې واړه لوبو د جوړښتونو لپاره جلا جلا لوبډلمشران انتخاب کړل.

د یو ورځينو لوبو لپاره ګلبدین نایب د شل اوریزه لوبو لپاره راشد ارمان او د ټېسټ لوبې لپاره بیا رحمت شاه انتخاب وټاکل شو.

د اصغر افغان شل اوریزه لوبې:

مخکېنی لوبډلمشر اصغر افغان په اوس وخت کې د نړۍ په شل اوریزه لوبو کې ترټولو کامیابه او مخکښ لوبډلمشر شمېرل کېده.

د ده په لوبډلمشرۍ کې افغانستان په شل اوریزه سیالیو کې ۴۶ لوبې ترسره کړي وې، چې ۳۷ یې ګټلي او یواځې ۹ یې بایللي دي.

د دې ترڅنګ اصغر افغان په خپلې لوبډلمشرۍ کې د یو ورځینو سیالیو لپاره هم یو بهترین لوبډلمشر پاتې شوی، چې په لوبډلمشرۍ کې یې ۵۶ لوبې ترسره کړي، ۳۱ یې ګټلي ۲۱ یې بایللي، یوه مساوي شوې او درې بې نتیجي پای ته رسېدلي دي.

اصغر افغان د ټېسټ سیالیو لپاره هم یو پیاوړی لوبډلمشر یادېده، چې یواځې له دوه ټېسټ سیالیو سره مخ شوی و.

په لومړۍ سیالۍ کې افغان لوبډله د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ کې له هندوستانه د ماتې سره مخ شوه  او په دوهمه ټېسټ سیالۍ کې، چې له ایرلنډ سره وه بری خپل کړی و.

د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ کې افغانستان درېیم هېواد شو، چې دا ویاړ یې ترلاسه کړ.

له دې مخکې دغه کارنامه پاکستان او انګلستان ترسره کړې وه. اصغر افغان په خپله لوبډلمشرۍ کې افغانستان تر نړیوال جامه ورساوه، چې تېره ورځ کرکټ بورډ له لوبډلمشرۍ لرې کړ

له لوبډلمشر اصغر افغان مخکې چې کله محمد نبي عېسی خېل کریم صادق او نوروز منګل د افغان لوبډلې لوبډلمشران پاتې شوي وو.

نوروز منګل په خپلې لوبډلمشرۍ کې ۱۳ شل اوریزه لوبې ترسره کړې وې، چې ۶ یې ګټلې وې او ۷ یې بایللې وې.

محمد نبي عېسی خېل د خپلې لوبډلمشرۍ په دوران کې ۱۲ شل اوریزه لوبې ترسره کړې وې، ۶ یې ګټلې وې او ۶ یې بایللې وې، خو د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ کې افغانستان په شل اوریزه لوبو کې ۴۶ لوبې کړې وې، چې ۳۷ یې ګټلې وې او ۹ یې بایللې وې.

په یو ورځنیو سیالیو کې بیا د افغان لوبډلې ۵ لوبډلمشران تېر شوي.

نوروز منګل د خپلې لوبډلمشرۍ په دوران په یو ورځنیو سیالیو کې ۲۲ لوبې ترسره کړې وې په ۱۲ لوبو کې یې بری خپل کړی و؛ خو لس نورو کې له ماتې سره مخ شوی و.

د کریم صادق په لوبډلمشرۍ کې بیا یوه ـ یوه ورځنۍ لوبه شوې، چې کریم صادق بایللې وه.

محمد نبي عېسی خېل په ۲۸ یو ورځنیو لوبو کې یواځې د ۱۳ لوبو په ګټلو بریالی شوی و؛ خو ۱۵ لوبې یې بایللې وې.

راشد خان بیا د خپلې لوبډلمشرۍ په دوران کې له څلورو لوبو یواځې یوه ګټلې وه او درې یې بایللې وې.

اصغر افغان بیا په ۵۶ لوبو کې ۳۱ ګټلې ۲۱ بایللې یوه مساوي او درې بې پایلې اعلان شوې وې.

د یادولو وړ ده، چې په یو ورځنیو لوبو کې  د ورلډ کپ لپاره به د ګلبدین نایب په لوبډلمشرۍ کې افغان لوبډله له پاکستان، هندوستان، انګلستان، استرالیا، نېوزلینډ، افریقا، سرېلانکا، وېسټ انډيز او بنګله دېش سره مخ شي.