کرکټ بورډ یو ځل بیا اصغر افغان د یو ورځنېو سیالېو لوبډلمشر وټاکه

خان وزیر عابد

د افغانستان ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان د راتلونکي (۲۰۱۹) کال پنځوس اوریزه نړیوال جام لپاره یو ځل بیا د لوبډلمشر په توګه وټاکل شو.

د افغانستان د کرکټ ملي‌ لوبډلې لوبډلمشر او لوبغاړو او د افغان کرکټ بورډ ترمنځ راپورته شوې شخړه په ارګ کې د ښاغلي مختار او د کرکټ بورډ د پخواني اجرایوي ‌رئیس شفیق ستانکزي ‌په هڅو هواره او دواړه لوري‌ سره جوړ شول.

څو ورځې وړاندې ‌د بورډ د پرېکړې پر خلاف په افغان کرکټ بورډ کې د (پلیرز پاور) له رول څخه ګټه واخیستل شوه ، محمد نبي عیسی خېل او راشد ارمان د اصغر په حق کې ودرېدل او وې غوښتل چې اصغر افغان دې بېرته لوبډلمشر شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ پخوانی اجرایه ریس شفیق ستانکزی چې د درملنې په موخه په هند کې وو، له راتګ سره سم دې موضوع ته ور ودانګل او دواړه لورې، اصغر افغان او د کرکټ بورډ‌ چیرمین عزیز الله فضلي یې په جلا جلا توګه خپل کورته څو ورځې وړاندې وروغوښتل چې نن په اماراتو کې دا ستونزه حل شوه.

تر اوږدو بحثونو وروسته د افغانستان کرکټ بورډ پرېکړه وکړه چې په جنوبي افریقا کې به بېرته اصغر افغان د لوبډلمشر په توګه معریفي کوي او نړیوال جام کې به د اصغر افغان په مشرۍ افغانستان سیالۍ ترسره کړي.

د یادولو وړده چې د دې ستونزې ‌د حل هر اړخیزه هڅه په ارګ کې مختار دغه راز د عزیزالله فضلي سره سره شفیق ستانکزي ‌هم کوله چې تر ډېره بریده دا لورې بریالي شول.