د مجیب لوبډله کنګز الیون پنجاب وايي: مجیب الرحمن بیا را راوان دی

له هغه وروسته چې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې مالکې نوموتې او ښايستوکې فلمي ستورې پريتي زنټا د افغانستان له مخکښ ورو توپ اچوونکي مجيب الرحمان سره په پښتو ژبه کې خبرې وکړې، اوس يو ځل بيا د کنګز اليون پنجاب لوبډلې، چې مجيب الرحمان پکې لوبېږي په خپله رسمي فېسبوکپاڼه د مجيب الرحمان عکس خپور کړى او په پښتو کې يې ورته ليکلي ((مجيب بيرته راځي)).

مجيب الرحمان چې د هند په تجارتي ليګ کې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې لپاره لوبېږي او تر دې مهاله پورې په دغه ليګ کې ډېر ځلېدلى هم دى، خو بيا هم ځينې وخت په لوبو کې نه وي اخيستل شوي، ښايي لامل يې دا وي چې کنګز اليون پنجاب ځينې نور تکړه توپ اچوونکي هم لري او هغوى ته هم په لوبو کې چانس ورکوي.

کنګز اليون پنجاب له راجستان رايلز سره لوبه کوي، د کنګز اليون پنجاب لوبډلې په خپله رسمي فېسبوکپاڼه په خپل پوسټ کې په پښتو ژبه کې ليکلي دي چې (مجيب بيرته راځي) او د مجيب الرحمان د توپ اچوونې يو عکس يې هم ورسره خپور کړى دى چې خلکو ډېر زيات خوښ کړى دى.

هېره دې نه وي چې مجیب الرحمن پریټي زنټا ته پښتو هم ورزده کړې او لا هم ددې په هڅه کې دی چې ور زده یې کړي.