کهولي له شپږو ماتو وروسته بریالی، خو ۱۲۰۰۰ هندۍ کلدارې جریمه شو

خان وزیر عابد

د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر او د نړۍ تر ټولو غوره توپوهونکی ويراټ کوهلي، چې د هند تجارتي ليګ په روان پړاو کې د رايل چېلنجرز بنګلور لوبډلمشر هم دی، د آی پي ايل د قانون له مخې ۱۲۰۰ زره (۱.۲ ميليون) هندۍ کلدارې جريمه شو.

ويراټ کوهلي له دې امله جريمه شو، چې د نوموړي لوبډلې رایل چېلنجرز بنګلور د هند تجارتي ليګ په ترسره شوې لوبه کې چې له کنګز اليون پنجاب لوبډلې سره وه، په ورو اورونه ترسره کړل او د اورونو لپاره له ټاکل شوي وخت نه يې زيات وخت واخيست.

د هند تجارتي ليګ کې رایل چېلنجرز بنګلور خپله اوومه لوبه د کنګز اليون پنجاب لوبډلې پر وړاندې ترسره کړه او په روانو سياليو کې يې لومړۍ بريا هم خپله کړه، خو له بريا ترلاسه کولو وروسته د آی پي ايل د قانون ماتونې له امله ويراټ کوهلي ۱۲۰۰ زره يا ۱.۲ ميليون هندۍ کلدارې جريمه شو.

لامل يې دا و چې د ویراټ کوهلي لوبډلې خپل اورونه ورو ترسره کړل او د آی پي ايل په قانون کې چې ورته کوم وخت ټاکل شوی، تر هغې يې زيات وخت واخيست.

د کنګز اليون پنجاب سره په لوبه کې اخر هم رایل چېلنجرز بنګلور لوبډله په روانو سياليو کې لومړۍ بريا خپله کړه، په دغه لوبه کې ویراټ کوهلي ۶۷ منډې وکړې او اې بي ډيويلرز بيا په ۵۹ منډو ناسوځېدلی پاتې شو. همدا راز مارکوس سټوينيس په ۲۸ منډو ناسوځېدلی پاتې شو او کنګز اليون پنجاب لوبډلې ته يې په ۸ ويکټو ماته ورکړه.

په همدغه لوبه کې بيا د پنجاب لوبډلې له خوا کرس ګيل تر ټولو ښه توپوهنه کړې وه او نوموړي ۹۹ منډې کړې وې چې ټاکلي اورونه پوره شول او هغه له سليزې پوره کولو یوازې یوه منډه وروسته ناسوځېدلی پاتې شو. کنګز اليون پنجاب په خپله پاڼۍ کې ۱۷۳ منډې کړې او بنګلور ته يې د ۱۷۴ منډو هدف ټاکلی و، چې بنګلور ياد هدف پوره او لومړۍ بريا يې په خپل نوم کړه.