روی شستري له هندۍ لوبډلې خوښ دی

ولید ( خپلواک)

 د هندوستان کرکټ پخواني لوبغاړي او د هند اوسني مشر روزونکی (روی شستري) له هند لوبډلې او لوبغاړو ډېر زیات خوښ دی. هغه په خپله وروستۍ مرکه کې وویل:   ((کله چې په لومړۍ سیالۍ کې هندوستان یوه بده ماته په ممبیي کې وخوړه، نو د ډېرو کرکټ مينه والو توند نظرونه را څرګند شول او پر ویراټ کوهلي یې نیوکی وکړې چې په توپ وهنه کې یې ښې منډې جوړې نه کړې، خو هندوستان کرکټ ملي لوبډلې استراليا ته په دوهمه او درېیمه سیالۍ کې ډېره سخته ماته ورکړه او لوبلړ یې په خپل نوم کړ.))

 هندوستان کرکټ ملي لوبډلې دغه کال په بریا سره پېل کړی او په خپل کور کې د سریلانکا ویسټ انډیز او استراليا څخه لوبلړونه وګټل.

 شستري زیاتوي باید د هندوستان د کرکټ د ملي لوبډلې په اړه هیڅوګ هم څه ونه وایي ځکه هندۍ لوبډله د یوې ماتې څخه ورسته د سیالۍ بڼه بیخي بدلوي.

 هندوستان کرکټ ملي لوبډلې په خپل کور کې د نړۍ برید کوونکي لوبډلې وننګولې او لوبلړونه یې  ترې و ګټل.