د اسټرالیا ملي لوبډلې اجرائیوي عمومي مدیر: متیو موټ پیاوړی روزنکی دی

ولید خپلواک

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې اجرائیوي عمومي مدیر بین اولیور د رسنېو سره په خپلو خبرو کې د اسټرالیا کرکټ د ښځينه لوبغاړو د روزنګي ننګه کړې او هغه یې د ښې وړتیا څښتن یاد کړی دی.

نوموړی دا څرګندونې په داسې وخت کې کوي چې متیو موټ غواړي چې په راتلونکي کلونو کې د استراليا د ښځېنه وو کرکټ لوبډلې روزونکی پاتي شي. هغه د نیوزلنډ په سفر کې هم د استرالیا کرکټ لوبډلې ملتیا غواړي. موټ وایي باید تر ۲۰۲۱ م کال پوري د استراليا د ښځېنه ټیم روزونکی پاتي شم، ځکه په ۲۰۲۱ م کال کې په نیوزلنډ کې نړیوال جام ترسره کيږي .

 موټ د غوره روزونکو څخه دی هغه له ۲۰۱۵ م کال څخه تر اوسه د استراليا د ښځېنه لوبډلې کوچ دی. د ده په وخت کې استرالیا ښځېنه لوبډلې درې ځلې د ایشیز سیریز ګټلی، ۲۰۱۷ م کال نړیوال جام کې یې خپله لوبډله نېمه پایلوبې ته رسولې وه، او په ۲۰۱۸ م کال کې استراليا ښځېنه لوبډلې د شل اوریزو لوبو سرلیک هم ترلاسه کړ.

 استراليا ښځېنه لوبډله اوس د کرکټ په نړیواله درجه بندۍ کې په شل اوریزه او پنځوس اوریزه لوبه کې لومړي مقامونه له ځانه سره لري. د استرالیا د ملي لوبډلې اجرایوي عمومي مدیر ، بین اولیور وویل: ((موږ خوښ یو چې هغه د اسټرالیا د ښځېنه ټیم د مشر روزونکي په توګه د 2021 نړیوال جام څخه هاخوا د خپلې کاري دورې غزولو موافقه کړې.))

 موټ د کرکټ لوبې نړۍ کې د لوبو یو غوره کوچ څخه شمیرل کیږي.

 دفاعي چیمپینز استرالیا د هندوستان په وړاندې د ښځینه شل اوریزه نړیوال جام څخه د فبروري په ۲۱مه نیټه خپله د فاع پیلوي.

 ټاکل شوې د دوی لومړۍ لیګ لوبې دمخه د فبرورۍ په 15 او 18 نېټه د ویسټ انډیز او سویلي افریقا پروړاندې دوه تمریني سیالۍ هم وکړي.