د بي پي ایل سوداګریز کرکټ لیګ پایلوبه نن جمعه کیږي

 د بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ، چې د ډېسمبر په ۱۱ مه نېټه د ۷ لوبډلو په ګډون پیل شوی و، د دوشنبې په ورځ یې د لومړي پړاو وروستۍ لوبې ترسره کېږي، چې څلور لوبډلې پکې پایلوبې ته د تګ په پار هلې ځلې کوي.

 د بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ چې د ډېسمبر په ۱۱ مه نېټه پیل شوی و، د دوشنبې په ورځ یې د لومړي پړاو وروستۍ لوبې ترسره کېږي.

 څلور لوبډلې، چټوګرام چلېنجرز، ډاکه پلاټون، راج شاهي رایلز او کولنا ټایګرز مهم پړاو ته رسېدلي دي.

 د دوشنبې په ورځ غرمه دولس بجې چټوګرام چلېنجرز لوبډله د ډاکه پلاټون پر وړاندې لوبه کوي، چې بایلونکې لوبډله یې له سیالیو بهر کېږي او ګټونکې لوبډله د دویم کوالیفایر یا پایلوبې ته د غوراوي لوبې بایلونکې لوبډلې سره لوبه کوي.

 پایلوبې ته د غوراوي دویمه لوبه کې راج شاهي رایلز لوبډله د کولنا ټایګرز پر وړاندې لوبه کوي، چې ګټونکې لوبډله یې پایلوبې ته ځي او بایلونکې لوبډله بیا د لومړۍ لوبې ګټونکې لوبډلې سره لوبه کوي.

 د دې لوبو پایلوبه د جنوري په ۱۷ مه نېټه د جمعې په ورځ ترسره کېږي.