سبا یکشنبه د کرکټ نړیوال جام پایلوبه ترسره کیږي

صابر حمیدي
د کرکیټ یو د پنځوس اوریزه سیالېو نړیوال جام پایلوبه سبا یکشنبه ماسپښین ۲ بجې د کوربه انګلستان او نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لندن ښار په لارډز کرکیټ لوبغالي کي ترسره کیږي.
د ۲۰۱۹م کال د کرکټ نړیوال جام د مۍ میاشتي په ۳۰مه نېټه د انګلستان په کوربتوب پيل سو، چي پکښي ۱۰ هیوادونو افغانستان، آسټرالیا، هندوستان، انګلستان، نیوزیلنډ، سریلانکا، جنوبي افریقا، پاکستان، ویسټ انډيز او بنګله دېش ګډون کړی وو.
ددې سیالیو نیمه پایلوبي ته د انګلستان او نیوزیلنډ ترڅنګ هند او آسټرالیا هم لاره پېدا کړې وه، چي نیوزیلنډ ـ هند ته او انګلستان بیا اسټرالیا ته سخته ماته ورکړه.
افغانستان، پاکستان، بنګله دېش، سریلانکا، ویسټ انډيز او جنوبي افریقا بیا هغه ۶ لوبډلي وې، چي دوهم پړاو ته یې لاره ونه موندله. افغانستان په دې نړیوال جام کي ۹ لوبي ترسره کړې، چي ټولي یې وبایللې