راتلونکې اونۍ به د کرکټ نړیوال جام افغانستان ته راوړل کیږي

ټاکل شوې ده چې راتلونکې اونۍ کې د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام افغانستان ته را انتقال شي، دغه جام د یاد جام په بېلابېلو لوبېدونکو هېوادونو کې ګرځول شوی دی او دې نږدې راتلونکو ورځو کې به افغانستان ته هم را واستول شي او دلته به د افغانستان په تاریخي ښارونو وګرځول شي. په پام کې ده چې دغه جام به لومړی د همدې ډیسمبر میاشتې په ۲۶مه نېټه به په پلازمېنه کابل کې په ښو پروګرامونو ننداره شي او د کابل دار الامان ماڼۍ به د دغه جام کوربه وي، له دې وروسته به بیا نورو تاریخي سیمو لکه بامیان، د افغانستان لوی ښار هرات او دغه راز په پای کې به کندهار ولایت ته هم یوړل شي.

هېره دې نه وي چې دغه جام لوبغاړي، سیاسي چارواکي او هر وګړی کولای شي چې له نږدې یې وګوري. نړیوال جام په دودیز شکل د لوبو له پېل وړاندې هغه هیوادونو ته لیږدول کیږي چې په نړیوال جام کې ورسره لوبیدونکي لوبډلې برخه اخلي.

د یادولو وړ ده چې د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیالېو نړیوال جام افغانستان ته له لیږدولو انکار کړی وو او لامل یې دا ښودلی وو چې افغانستان کې د امنیتي ستونزو له کبله نشي کولای چې دغه جام ور ولیږي، په دې خبرې سره افغان کرکټ مینوال ډېر ناهیلي شول او ای سي سي شورا یې په دوه ګوني چلند توره کړې وه، خو ددې خبر لا اونۍ نه وه تېره شوې چې د کرکټ نړیوالې شورا خپله خبره واخیسته او ویې منله چې نړیوال جام به افغانستان لیږدوي.

 یاده دې وي چې د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیالۍ په انګلستان کې کیږي او د افغانستان په ګډون د لسو هیوادونو ملي لوبډلې به پکې ونډه ولري.