لیکنه: ثناګل ګلزار
د کرکټ بورډ اجرایي مشر شفیق الله ستانکزی وايي، چې یاد جام به د بامیانو، هرات او کندهار ولایتونو ته هم ولېږدول شي.

دیادولو وړ ده افغانستان له دې وړاندې په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې هم د دغه مشهور جام کوربه توب کړی وو.

دغه جام به د کابل په دار الامان ماڼۍ کې هم نندارې ته کېښودل شي، چې لوبغاړي او بېلابېل مینه وال به ترې کتنه وکړي.

نن تاریخي افغانستان د کرکټ نړیوال جام کوربتوب پېلوي، دغه جام به په افغانستان کې ۳ ورځې نندارې ته وړاندې شي.

هېره دې نه وي چې د کرکټ نړیوال جام هغه هېوادونو ته لیږدول کیږي چې په دغه جام کې ګډون لري، افغانستان هم په دې جام سیالېو کې شامل دی.