افغانستان سر له ننه د کرکټ د یو ورځنېو سیالېو نړیوال جام کوربتوب پېلوي

لیکنه: محمد اسماعیل ملکزی

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۱۹م کال کرکټ نړیوال جام  نن سهار افغانستان ته را وړل شي، دغه جام به لومړی په پلازمېنه کابل،  بیا به لوی هرات، له هرات وروسته تاریخي ښار بامیان او په پای کې به د جمعې په ورځ په لوی او تاریخي ښار کندهار کې مینوالو ته د نندارې لپاره کېښودل شي.

له دې وړاندي هم په ۲۰۱۴ م کال کې یاد کپ افغانستان ته راوړل شوی وو. پاتې دې نه وي چې د غه نړیوال جام سیالېو کې د لسو هیوادونو په ګډون افغانستان، هندوستان، پاکستان، اسټرالیا، بنګله دیش، ویسټ انډیز، نیوزلینډ، جنوبي افریقا ،سریلانکا او کوربه انګلستان هیواد ترمنځ د راتلونکې مۍ میاشتې پر ۳۰ مه نېټه په انګلستان کې پیل او دجولاۍ میاشتې پر ۱۴ مه نېټه بهپای ته ورسېږي.

افغانستان هم په دې جام کې له وړاندې ګډون لري

د یادولو وړ ده چې ددغه جام په لومړی پړاو کې به هره لوبډله ۹ سیالۍ ترسره کړي چې هره لوبډله به یو له بل سره ولوبېږي چې ټولټال ۴۸ لوبې کیږي.