راشد خان سبا ورځ د اسټرالیا په تجارتي لیګ سیالیـــو کې لوبه لري

لیکنه: عزت الله الفت

د راشد خان (اډلیډ سټرایکر) لوبډله به د پرت سکریچرز لوبډلې پر وړاندې سبا ورځ غرمه ۱۲ بجې او ۴۵ دقېقې د کابل پر وخت د لوبې میـدان ته ښکته شي راشد خان چې په T10 سیالیو کې ښه نه وو ځلیدلی خو په بیګ باش سیالیو کې یو ځل بیا وښوده چې د نړۍ په سطحه یو ښه توپ اچوونکې دی.

راشد خان په تېره لوبه کې د محمد نبي لوبډلې خلاف ښایسته توپ اچونه کړې وه، چې په څلورو اورونو کې یې ۱۳ منډې ورکړي وې او ۳ ویکتې یې اخیستي وې خو هغه لوبه یې بایللي وه.

ستاســـې له آنده په سبانۍ لوبه کې به راشد خان څو ویکټې واخلي؟
خپل نظر موږ ته پریږدئ.