په کربین لیګ کې د راشد خان غوره لوبه

خبریال: فضل رحیم رحیمي- د جمیکا تلاوس او ګیناامزون ترمنځ سیالۍ کې لومړی توپ وهنه تلاوس لوبډلې ترسره کړه ،دوی په ټاکلې شلواورونوکې د(۸) لوبغاوپه تاوان (۱۶۸) منډي جوکړي ،چې له ډلې یې زیاتې (۵۷) کماراسنګاکارا جوړکړي و.

په ځوابې توپ وهنه کې امازون لوبډلې یاد هدف دپينځولوبغاړو په سوزیدا په (۱۸) اورکې پوره کړ اولوبه یې پخپل کټه تمامه کړه.

دامازون له لوری په توپ وهنه کې روانچې ترټولوزیاتې (۷۰) منډې جوړکړي و.

پدغه لوبه کې افغان ګوګلې ماسټر راشدخان  په (۴) اورونوکې (۳۲) منډو مقابل کې دري لوبغاړي هم دهیټرک سره وسوزول ،چې دا پدې لوبوکې د راشدخان لخوا لومړی هیټرک و،چې ترسره شو.

ددغې لوبې غوره لوبغاړی جایزه لوک رونچي ترلاسه کړه نوموړی په (۳۳) توپونو (۷۰) منډې جوکړي و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *