د اسیاليي جام د غوراوي لپاره د افغانستان او اردن مسابقه

تاند- د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د اسیايي اتلولیو جام ته د غوراوي د سیالیو په لړ کې نن (سې شنبه) د اردن له ملي ټیم سره مخامخ کېږي.

دا سیالي د اردن په وخت د ماښام په ۸ بجې د دغه هیواد د پلازمېنې امان په لوبغالي کې پیلېږي.

افغانستان په سي ډله کې څلورم ځای لري؛ تراوسه پورې یې یوه لوبه بایللې او یوه مساوي کړې ده.

اردن په دې ګروپ کې لومړی مقام لري، ورپسې کمبودیا او بیا ویتنام دی.

د افغانستان او اردن بله سیالي به د اکتوبر په لسمه نېټه د کابل پر ځای د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې وشي.

متحده عربي امارات به د اسیايي هیوادونو د ۲۰۱۹ د فوټبال د اتلولیو کوربه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *