په کربین لیګ کې د راشد خان تاریخي هیتریک

تاند- راشد خان ارمان د کربین د غوره لیګ په سیالیو کې تېره شپه ۳ لوبغاړي وسوځول.

د راشد ارمان باولینګ یا توپ اچونې خلک حیران کړل او د نړۍ ډېرو سپورتي خپرونو خپل لومړي خبرونه د دغه اتل افغان لوبغاړي هیتریک ته ځانګړي کړل.

(espncricinfo.com) لیکلي: «د چهارشنبې په شپه راشد په کربین غوره لیګ کې تاریخ جوړ کړ او په دغه ټورنمنټ کې یې د لومړي ځل لپاره هیتریک وکړ.»

هماغسې چې په فوټبال کې د یوه لوبغاړي له لوري په مسابقه کې ۳ ګولونه هیتریک بلل کېږي په کرکټ کې د یوه لوبغاړي له لوري د سیال ټیم د ۳ لوبغاړو پر له پسې سوځولو ته هیتریک وايي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *