راپور ـ ثناء ګل ګلزار

اسټرالیايي رسنیو دغه ۷ کلن ماشوم ته د زړور ارچي سېلر نوم ورکړی دی،  ارچي چې ۷ کاله عمر لري په ښي لاس د راشدخان په څېر لېګ برېک توپ اچونه هم کولای شي.

دا ماشوم خو غوره لوبغاړی به د ډېسمبر په ۲۶ مه نېټه د هندوستان خلاف ټېسټ لوبه کې په مېلبورن لوبغالي کې په سکرین راڅرګند شي.

د ارچي سکېلر پلار ډامین سکېلر او مور سارا نومېږي.
هغه اوس د اسټرالیایي لوبډلې سره یوځای په مېلبورن ښار کې په تمریناتو بوخت دی، د تجربه کاره لوبغاړو سره یوځای منډې وهي او اړین تمرینات کوي.

د همدې دریمی ټېسټ لوبې لپاره د اسټرالیایي لوبډلې نوملړ:
ټېم پېن لوبډلمشر، جاش هزل ووډ، مېچل مارش مرستیا لوبډلمشر، پټ کمېنس، اېرون فېنچ، پېټر هنډزکم، مارکس هارېس، ټراوېس هېډ، عثمان خواجه، نتن لیئن، شوون مارش، پېټر سېډل، مېچل سټارک او ۷ کلن ارچي سېچلر.

د هندوستانۍ لوبډلې نوملړ:
ویرات کولي لوبډلمشر، مورلي ویجی، کی ایل راهول، میانک اګروال، چېټېشور پوجارا، اجېنکیا رهانی، هارډېک پانډیا، هنوما وېهاري، روهېت شرما، رېشاب پنټ، پرتیف پټېل، ریوي چندرن اشوېن، راوېندرا جدېجا، کولډیپ یداف، محمدشمي، اېشنټ شرما، اُمېش یداف، جسپرېت بومرا او بونېشور کومار