جي روټ: باید خپل نوي ماشوم ته انتظار وباسم، ځکه لوبډلمشري بین سټوکز ته سپارم

ولید ( خپلواک )

 دا چې په ټوله نړۍ کې د کرکټ ټولې سیالۍ بندي دي، نو د کرکټ مینوال یې هم یو څه خوابدي کړي دي، د درې میاشتنې ځنډ وروسته انګلستان او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې په سواټ امپټون کې درې ټیسټ لوبې د جولای میاشتې په ۸ نېټه پیلوي چې ډېری د کرکټ مینوال به پري خپله تنده خړوبه کړي. جي روټ چې د انګلستان لپاره په اوسني وخت کې د ټيسټ لوبو لوبډلمشري پر غاړه لري، ممکن په لومړۍ ټيسټ لوبه کې ګډون ونکړي او د نه ګډون لامل یې دا دی چې هغه خپل نوې ماشوم ته انتظار باسي.

روټ ویلي: ((زه باید له خپلې میرمنې سره پاتې شم، ځکه زما میرمن نړۍ ته نوی ماشوم زیږوي، نو پر دې موخه به زه ونه شم کولای چې په لومړۍ ټيسټ لوبه کې به ګډون وکړم.))

نوموړي زیاته کړه: (( زه د خپل ځان پرځای بین سټوکز د لومړي ځل لپاره لوبډلمشر کوم او هيله مند یم چې هغه به خپله لومړی ټیسټ لوبه ډېره ښه رهبري کړي.))

یاده دې وي چې انګلستان او ویسټ انډیز لوبډله د انګلستان په کوربتوب درې ټیسټ لوبې ترسره کوي چې هیڅ کوم ننداره چې به پکې ونه لیدل شي.