پاکستاني پښتون لوبغاړی یونس خان د خپلې ملي لوبډلې روزنې ته ټټر وواهه

اکبر علي سمون

تازه پي سي بي خبر ورکړ چې د یاد هیواد تقاعد شوی پښتون مخکښه توپوهوونکی یونس خان یې د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې توپ وهنې روزونکی ټاکلی.

خان به د انګلستان خلاف راتلوونکي لوبلړۍ کې خپله  دنده پیل کړي.

د یونس خان ژوند او کرئېر ته لنډه کتنه

یونس خان چې پوره نوم یې محمدیونس خان دی؛په کال ۱۹۷۵ م کې د خیبر پښتونخوا مردان سیمه کې زیږیدلی.

دغه پښتون لوبغاړی د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې د دریواړو فارمټونو(ټېسټ،یوه ورځینۍ او شل اوریزه) لوبډلمشر پاتې شوی او د وخت ټېسټ لوبو یو له بهترینه توپوهوونکو شمیرل کیږي.

۴۲ کلن خان یوازینۍ ټېسټ کریکټر دی چې په یوولس کوربه هیوادونو کې یې سلیزې وهلي.

یونس خان د پاکستان لپاره نړیوال کریکټ په ۲۰۰۰م کال کې پیل کړ چې تر ۲۰۱۷ کال یې دوام وکړ؛هغه د اول ځل لپاره په یوه ورځینۍ لوبه کې د سریلنکا خلاف راڅرګند شو او د وروستي ځل لپاره د ۲۰۱۷ کال د مې پر څوارلسمه د ویسټنډیز خلاف په ټېسټ لوبه کې ولوبیدو.

لوبیز کرئېر

یونس خان د خپل هیواد لپاره په ۱۱۸ ټېسټ سیالیو کې په ۵۲.۰۵ اورېج سره د ۳۴ سلیزو او ۳۳نیمه سلیزو پر مټ په ۳۱۳ غوره سکور سره ۱۰۰۹۹ منډې جوړې کړیدي؛د ۱۳۹ کیچونو تر څنګ یې ۹ لوبغاړي هم سوځولي.

په ۲۶۵ یوه ورځینیو سیالیو کې خان په ۱۴۴ غوره سکور سره ۷۲۴۹ منډې په ۳۱.۲۴ اورېج د اووه سلیزو او ۴۸ نیمه سلیزو پر مټ جوړې کړیدي.

یونس خان د خپل هیواد لپاره په ۲۵ شل اوریزه لوبو کې ۴۴۲ منډې د دوه نیمه سلیزو پر مټ جوړېکړیدي.

تجارتي لیګونه

یونس خان د خپلې ملي لوبډلې ترڅنګ د خپل هیواد او نورو هیوادونو په کورنیو لوبو کې هم لوبیدلی؛هغه د پیشور زلمي ،حبیبي بانک لیمیټېډ،نوتېنګهمشایر،یارک شایر،سوت اسټرالیا،سوري،اباټ اباد فالکنز او راجیستان رویلز لپاره لوبیدلی.

ریکارډونه

یونس خان یوازینۍ پاکستانی کریکټر دی چې په ټېسټ کریکټ کې زیاتې سلیزې او زیاتې ۱۰۰۹۹ منډې لري او دریم پاکستانی دی چې دلوبې یوه پاڼۍ کې ۳۰۰ یا ترې زیاتې منډې لري.

یونس خان د لومړي پاکستاني او دیارلسم توپوهوونکي په حیث ټېسټ کریکټ کې لس زره منډو ته ځان ورسؤ.

هغه په خپله مشرۍ کې پاکستان ته د ۲۰۰۹ شل اوریز نړیوال جام اتلوالي ور په برخه کړه.

پاتې دې نه وي چې هغه د ۲۰۱۰ کال د مارچ پر ۲۴تمه د خپل بل ملګري محمدیوسف سره یوځای پاکستان کریکټ ادارې د ډیسپلین نه مراعاتولو په تور له بند سره مخ کړ چې درې میاشتې دوام یې وکړ.

شخصي ژوند

یونس خان په کال ۲۰۰۷ د مارچ په دیرشمه د آمنه نومي نجلۍ سره واده وکړ چې دا وخت د آوېس په نوم زوی تر څنګ دوه لورګانې هم لري.

د ژوند ترخې شیبې

یونس خان د ۲۰۰۵ کال په دوام د اسټرالیا په سفر و چې د پلار د مرګ تریخ غږ یې واورېد ؛سمدستي هغه سفر پای ته ورسو او د پلار د جنازې مراسمو ته یې ځان حاضر کړ.

خان لا د پلار غم نه و هېر کړی چې د مشر ورور محمد شریف خان له مرګ خبر شو؛هغه په اکراین هیواد کې د موټر اکسیډېنټ له وجې ژوند وبایلود؛د ۲۰۰۶کال ډیسمبر کې د طونس خان نهه دېرش کلن ورور فرمان علي خان هم په جرمني کې د موټر اکسیډېنټ پېښه کې خپل ژون له لاسه ورکړ.

د کریکټ سره مخه ښه 

یونس خان د ۲۰۱۵ کال نومبر میاشت کې له یوه ورځینیو خو د ۲۰۱۷ اګست میاشت کې یې د هر ډول لوبو څخه استعفاء وړاندې کړه.