یونس خان ۱۰ زره منډې پوره کړې

خبریال: فضل الرحیم رحیمي – پښتون یونس خان لومړی پاکستاني لوبغاړی شو چې په ټیسټ کرکت کې لس زره منډي پوره کړې .

یونس خان ته دکرکټ نړیوالي شورا تر څنګ دپاکستان لومړي وزیر نواز شریف هم مبارکي وویله او وی ویل چی خان دغه کارنامي په ترلاسه کولو دکرکټ په نړی کې دپاکستان نوم روښانه کړ. 

یونس خان دغه تاریخي کارنامه تېره شپه د ویست انډیز سره په تیست یا پنځه ورځنۍ سیالۍ کې ترسره کړه . نوموړی ته دلوبې پیل څخه مخکې ۲۳ منډی پاتې وې چې خپل لس زره منډي پوره کړي یونس خان نه یواځې چې لس زره منډي یې جوړي کړي بلکې دپاکستان لومړنی کرکټر هم شو.

یونس خان په ۱۱۶ ټیست سیالېو کې ۳۴ سلېزي او ۳۳ نیمه سلیزې هم لري . نوموړی د ټیسټ کرکټ د توپ وهني سره سره د توپ اچوني په برخه کې هم ډیر ځلیدلای دی چې په دغه سیالیو کې نهه لوبغاړي هم سوځولي دي.

یونس د نړی ۱۳ توپ وهونکی شو ، چې لس زره منډی تکمیلوي . یونس وایی دا یواځې زما کامیابي نه بلکې دټول پاکستان کامیابي ده نومو ړی دا ریکارډ د خپل والدینو ترڅنګ پخواني روزونکي باب وولمر پنوم یادکړ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *