حمید حسن تمرینونه پیل کړل

خبریال: فضل الرحیم رحیمي- حمید حسن چې د ټپونو له امله د ډېرې مودې لپاره له ملي لوبډلې جلا شوی و او لوبې یط نه کولې، یوځل بیا د ډاکټر په لارښوونه تمرینونه پیل کړل.

د کرکټ بورډ د رسنېو څانګې مسوول عزیز غروال وایی چې حميد حسن اوسمهال د داکټر ترڅارنی لاندي  تمریناتو ته ادامه ورکوي .

غروال وایی، حمید اوس په کابل کې د هغه ډاکټرد ورکړشوي مهالویش مطابق خپل تمرینات ترسره کوي.

د کرکټ بورډ ویاند زیاته کړه چې له ویسټ انډیز سره د لوبو د چمتووالي په موخه به د هند په ګریټر نويډا کې د ملي لوبغاړو لپاره یو تمریناتي کمپ جوړ شي چې په دغه کمپ کې به حميد حسن هم شامل وي.

  حميد حسن په ټوله کې د افغانستان لپاره په ۶۶ سیالېو کې ۱۵۶ لوبغاړي سوځولي . حميد حسن له ایم سي سي سره په لوبه کې زخمي شو  او نږدې راتلونکی کې به له ملي لوبډلې سره یوځای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *