له فلمي ستورې سره د ظهیر خان کوژده

خبریال: فضل رحیم رحیم – د هندوستان د کرکت ملي لوبډلې پخوانی تېز توپ اچوونکي ظهیر خان د بالېوډ له فلمي ستورې یا اداکارې سره خپل نوی ژوند پیل کړ.

ظهير خان د هند مشهورې ادکارې ساګریکا سره کوژدن وکړ، ساګریکا چې د هندوستان د بالېوډ سینما تکړه اداکاره ده غواړي خپل ژوند له هندي کرکټر ظهير خان سره تېر کړي.

ساګریکا نه یواځې  د چک دی انډیا فلم کې کار کړی بلکی په ګڼو نورو هندي فلمو کې هم ښه ځلېدلې ده.

د ډیلي لوبډلې لوبډلمشر ظهیر خان د خپل کوژدن اظهارپر سوشل ميډیا وکړ. ده د خپل کوژدن انځورونه خپاره کړي دي. د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او د پنجاب لوبډلې اوسني روزونکي ویرینډر سیهواک د خپل ټیم پخواني ملګري ظهیرخان ته د نوی کوژدې مبارکي ورکړه ظهیر خان دهند په شېر پور ښار کې زیږدلی او اوسمهال ۳۸ کلن دی.

نوموړی د هندوستان لپاره په ۲۰۰ یو ورځېنو سیالېو کې ۲۸۲ او همدارنګه په ۱۳۳ شل اورېزو لوبو کې ۱۳۶ لوبغاړي سوځولي دي . اوسمهال په ای پي ایل لوبو کې د ډيلي لوبډلي لوبډلمشرۍ دنده هم په غاړه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *