یونس خان به د افغان ملي ټیم د بیټنګ روزونکی شي

تاند- د افغانستان د کرکټ بورډ مسوولان وايي، د پاکستان د کرکټ مشهور پښتون لوبغاړی یونس خان به د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د بیټنګ روزونکی شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ريیس عاطف مشعل یوې پاکستانۍ ورځپاڼې (ډان) ته ویلي، د پاکستان پخوانی بټسمن یونس خان به ویسټ انډیز ته د افغانستان د ملي لوبډلې په سفر کې له افغان ټیم سره ملګری وي.

ده ویلي چې یونس خان موافقه کړې چې د روانې میاشتې په پای کې له تقاعد کېدو وروسته د افغانستان د ټیم د بیټنګ روزونکی شي.

تر دې وړاندې کبیر خان، انضمام الحق او راشد لطیف د افغانستان د ټیم د روزونکو په توګه کار کړی دی.

یونس خان په تېر اپریل کې په ټیسټ لوبو کې ۱۰ زره منډې بشپړ کړې چې یو لوی ریکارډ دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *