د افغان کرکټ نوی روزونکی پاکستان ته ځي

سید ادریس ولیزاده

 د افغان لوبډلې د توپ وهنې نوی ټاکل شوی روزونکی د پاکستان سوپر لیګ په روانو سیالیو کې به تبصره وکړي.

 د نوروز منګل ځایناستی اېچ ډي اکرمن د پاکستان سوپر لیګ(PSL) د پنځم پړاو سیالیو د کمنټرېترانو په لیست کې شامل شوی دی.

 افغان لوبډله اوس مهال هند کې ده، چې راتلونکې میاشت به له ایرلند سره درې نړیوالې شل اورېزې لوبې ترسره کړي.

 یادې سیالۍ د مارچ میاشتې په ۶مه، ۸مه او ۱۰مه د افغانستان په کوربتوب د هند په ګریټر نویډا کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

 د پاکستان غوره لیګ د روانې فبرورۍ میاشتې په شلمه نیټه پیلیږي.