افغان کرکټ بورډ د جنوبي افریقا لانس کلوزنر د ملي لوبډلې مشر روزونکی اعلان کړ

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې د جنوبي افریقا پېژندل شوی الراونډر، لانس کلزنر د ملي لوبډلې مشر روزونکی په توګه ګومارل شوی. نوموړی به د ۲۰۲۰ تر پایه پورې د ملي لوبډلې مشر روزونکی وي.

نړیوال جام څخه وروسته فېل سېمنس خپل قرارداد بشپړېدو څخه وروسته ونه غوښتل چې قرارداد يي وغځول شي، چې له همدې امله تر اوسه ملي لوبډلې مشر روزونکی نه درلود.

د بنګله‌ دېش په وړاندې یوازینۍ ټېسټ او د بنګله‌ دېش او زمبابوي په وړاندې درې اړخیزو شل اوریزو سیالیو کې دغې تشې ډکولو لپاره انډي مولز، د ټاکوونکې کمېټې مشر د ملي لوبډلې لنډمهاله مشر روزونکی گومارل شوی و.

د افغانستان د کرېکټ بورډ په وینا، دغې دندې لپاره له ۵۰ زیاتو نوماندانو خپلې کارمخینې سپارلې وې، چې د هغوی له ډلې څخه لانس کلزنر انتخاب شو.

ښاغلی کلزنر د ۱۹۹۶ – ۲۰۰۴ کلونو ترمنځ د سویلي افریقا لپاره ۴۹ ټېسټ او ۱۷۱ نړیوالې یوې ورځنۍ لوبې کړي، او د خپل وخت یو له تر ټولو غوره او پیاوړو الراونډرانو شمېرل کېده. ښاغلی کلزنر ټېسټ لوبو کې د ۳۲٫۸۶ اوسط سره ټولټال ۱۹۰۶ منډې جوړې کړي او ۸۰ وېکېټې يي اخیستي. نړیوالو یوې ورځنیو لوبو کې يي د ۴۱ اوسط سره ۳۵۶۷ منډې جوړې کړي او ۱۹۲ وېکېټې يي اخیستي دي.

نوموړی له دې وړاندې ۲۰۱۲ کې ډولفېنز نومې کورنۍ لوبدلې روزونکی پاتې شوی او ۲۰۱۶ کې د زمبابوي لوبډلې مشر روزونکی و. ۲۰۱۵ کې يي د انگلینډ په وړاندې سیالیو لپاره د ورستیو توپ وهونکو لوبې غوره کولو لپاره يي سویلي افریقا سره کار کړی. نوموړی انډین پرېمیر لیگ کې د ممبۍ انډینز لوبډلې د توپ اچونې روزونکی په توگه هم دنده ترسره کړې او په دې وروستیو کې د هندوستان په وړاندې نړیوالو شل اوریزو لوبو لپاره د سویلي افریقا د توپ وهنې مرستیال روزونکی په توگه يي دنده ترسره کړه.

ښاغلی کلزنر د ملي لوبډلې مشر روزونکی په توگه ټاکل کېدو څخه وروسته وویل: «ډېره د خوښۍ او ویاړ احساس کوم چې راته د نړۍ غوره استعدادونو سره د کار فرصت راکړل شو. ټول په دې پوهېږي چې افغانستان زړوره لوبه کوي. زه ډاډه یم چې سخت کار سره به د نړۍ یو له غوره لوبډلو څخه شي. د افغانستان لوبډلې سره کار او هغوی سره خپل کرېکټ غوره کولو کې مرستې لپاره سترگې په لار یم.»

د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر ښاغلی لطف الله ستانکزی وویل چې کلزنر د ۲۰۲۰ اسیا کپ او همداراز د شل اوریزو لوبو نړیوال جام لپاره چمتوالی پام کې نیولو سره گومارل شوی.

اوس لپاره د ښاغلي کلزنر لومړنی مسؤلیت به د وېسټ انډیز په وړاندې یوې ټېسټ لوبې، درې یوې ورځنیو او دریو شل اوریزو لوبو لپاره، چې نومبر – ډسمبر کې به ترسره شي د ملي لوبډلې چمتول کول وي.