لانس کلوزنر: ویاړم چې د افغان ملي لوبډلې مشر روزنکی یم

د افغانستان کرکټ بورډ څخه تاند ته په راستول شوې خبر پاڼه کې  ویل شوي، چې د ملي لوبډلې نوی روزنکی له ملي لوبډلې سره یو ځای شو. نوموړی په یوه خبري ناسته کې ملي لوبډلې ته د مشر روزونکي په توګه معرفي شو.

مشر روزونکي لانس کلوزنر هم په دغه خبري ناسته کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، ډېر خوشحاله دی چې نن په افغانستان کې د رسنیو په حضور کې خبرې کوي او ویاړ لري چې له افغان لوبډلې سره يو ځای دی، ځکه افغان لوبډله له پخوا د نوموړي زړه ته نږدې ده. د هغه په وینا: ((کله چې زه د زمبابوې لوبډلې روزونکی وم، نو هغه مهال له افغانستان سره زموږ لوبې وې او له ډېرې نږدې نه مې دا لوبډله څارله چې ډېرې په زړه پورې سیالۍ یې وګټلې.))

هغه همدا راز وويل: ((دلته له راتګ وروسته مې له هغه کسانو سره هم وليدل، چې په دفتر کې کار کوي او ما يې ډېر نوم اورېدلی و، خو ليدلي مې نه و، همدا راز دلته مې د لوبغاړو لپاره ټولې رامنځته شوې اسانتياوې هم له نږدې وکتلې.))

په دغه لړ کې د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان هم له خبريالانو مننه وکړه، چې تل يې د لوبغاړو ملاتړ کړی دی.

همدا راز لانس کلوزنر بيا د راتلونکي نړيوال جام په اړه وويل، چې موږ به په دغه جام کې له سترو لوبډلو سره مخ کېږو او زموږ ټوله پاملرنه هم دې لوري ته ده چې دغه لوبډلو ته له مخکې نه ځانونه چمتو کړو. هغه زياته کړه چې زه د لوبغاړو په وړتيا باور لرم او هڅه به مو دا وي چې په نړيوال شل اوريز جام کې بل پړاو ته لار پېدا کړو نو له همدې امله زموږ ډېر ټینګار اوس د چټک توپ اچوونکو پر وړاندې د افغان لوبغاړو مقاومت کول او ښه لوبېدل دي، ځکه راروان نړیوال جام په اسټرالیا هېواد کې ترسره کېږی او چټک توپ اچوونکي په ورته اب و هوا کې ډېر ښه ځلیږي او دې برخې ته موږ لومړیتوب ورکړی دی.