مخکښه امریکایي لوبغاړی له خپلې لور سره یو ځای خپل ژوند له لاسه ورکړ

 لیکنه: اکبرعلي سمون

کوبي بریانټ د باسکېټبال لوبې یو مشهور لوبغاړی او په اوس کې یو غوره روزونکی و؛چې د امریکا په کلاباس سیمه کې د الوتکې نسکوریدو له امله د خپلې لور سره یو ځای ووژل شو.

 کوبي داسې مهال ووژل شو کله چې نوموړي غوښتل د ممبا کپ سیالیو کې دخپلې لوبډلې روزنې لپاره ټاکل شوي اکیډمي ته ولاړ شي؛ خو د جوهن ویېن هوایي ډګرڅخه د حرکت کولو وروسته یې د کلیفورنیا په کلاباس سیمه کې الوتکه نسکوره شوه او پکې ناستې ټولې نهه تنه سپرلېو هم ژوند له لاسه ورکړ: چې هم مهاله ورسره د ممبا کپ سیالۍ لغواه اعلان شوې.

 د کوبي او د هغه د لور په مړینه د نورو مېنوالو تر څنګ د کریکټ لوبې مشهوره لوبغاړو ویرات کهولي، جسپرېټ بومرا، روحیت شرما، کمران اکمل، محمدکیف او ګڼ شمېر نورو اوسنیو او پخوانیو لوبغاړو ژعور خپګان ښکاره کړی.

 کوبي بین بریانټ د ۱۹۷۸ د آګسټ په ۲۳تمه د امریکا متحدایالاتو د پېنسلونیا په فیلادېلفیا سیمه کې زیږیدلی و؛۴۱ کلن کوبي د پخواني باسکېټبالر جیو بریانټ یوازېنی زوی و او درې کلن و چې د باسکېټبال لوبه یې پیل کړه.

 نوموړي له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۱۶ م کال پورې نړیوال باسکېټ بال لوبې ترسره کړې چې تر ډېره یې د یو زړور او اتل لوبغاړي په حیث د مېنوالو په زړونو کې ځای خپل کړ.

 په کال ۲۰۰۱ د اپرېل په یوولسمه کوبي د وېنسالاین په نوم ډنسرې سره واده وکړه تر دا وخته یې څلور ښځینه اولادونه درلودل خو دوهمه لور ګیانه یې د پلار کوبي بریانټ په شمول له دې وروسته په دې نړی کې شتون نه لري.