نیوزیلنډ سوپر اوور بایلود، ځکه خو یې لوبلړ هم له لاسه ورکړ

نن د نیوزیلنډ او انگلنډ ترمنځ د پنځو شل اوریزو لوبو وروستۍ لوبه ترسره شوه. دغې لوبې کې نیوزیلنډ په سوپر اور کې ماتې خوړلو سره د لوبو دغه لړۍ هم وبایلله.

د لوبې پچه انگلنډ وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه. دغه لوبه اوږدې مودې لپاره د باران له امله وځنډول شوه، چې له همدې امله د لوبڅارانو پرېکړې سره سم دغې لوبې کې د اورونو شمېر ۱۱ وټاکل شول. نیوزیلنډ ټاکل شوو یولسو اورونو کې خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د سیفرټ او گپټېل پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۱۴۶ منډې جوړې کړې.

نیوزیلنډ لپاره گپټېل په ۲۰ توپونو د دریو څلوریزو او پنځو شپږیزو په مرسته ۵۰، منرو په ۲۱ توپونو د وو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۴۶ او سیفرټ په ۱۶ توپونو د یوې څلوریزې او پنځو شپږیزو په مرسته ۳۹ منډو جوړولو سره غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه. انگلنډ لپاره سم کرن، ټام کرن، عادل رشید او محمود یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې انگلیڼډ هم ټاکل شوو یولسو اورونو کې خپل اوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د بېیرسټو چټکې توپ وهنې په مرسته ۱۴۶ منډې جوړې کړې. انگلنډ لپاره بېیرسټو په ۱۸ توپونو د دوو څلوریزو او پنځو شپږیزو په مرسته ۴۷، سم کرن په ۱۱ توپونو د دوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۲۴ او مورگن په ۷ توپونو د یوې څلوریزې او دوو شپږیزو په مرسته ۱۷ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل. نیوزیلنډ لپاره بولټ، سانټڼر او نیشم دوه دوه او ساوتي یوه وېکېټه واخیسته.

سوپر اور کې انگلنډ لپاره مورگن او بېیرسټو توپ وهنه وکړه او شپږو توپونو باندې يي ۱۷ منډې جوې کړې. نیوزیلنډ بیا سوپر اور کې هم یو لوبغاړی له لاسه ورکړ او په شپږو توپونو يي یوازې اته منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي وبایلله.

د یادونې ده چې د پنځو شل اوریزو لوبو د دغې لړۍ دوه لوبې انگلنډ او دوه لوبې نیوزیلنډ گټلې وې. انگلنډ دغه وروستۍ لوبې گټلو سره دغه لوبلړۍ هم وگټله.