ویسټ انډيز په افغانستان جادو پخول غواړي

وړمه ورځ ویسټ انډیز لوبډلې د عزیزي بانک جام یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په دویمه لوبه کې افغان لوبډلې ته د ۴۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په دې سره یې د یو ورځنیو لوبو د لوبلړۍ دویمه بریا هم په خپل نوم کړه. د عزیزي بانک جام یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ د دویمې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې سیالۍ ویسټ انډیزي لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه چې د ویسټ انډیز لوبډلې د نهو لوبغاړو په سوځېدو په ټولو ۵۰ اورونو کې ۲۴۷ منډې ترلاسه کړې.

د ویسټ انډیز توپوهونکو له منځه نیکولاس پوران ۶۷ ډېرې، لیوېس ۵۴ او شای هوپ ۴۳ منډې وکړې او په ټولو ۵۰ اورونو کې یې افغان لوبډلې ته د ۲۴۸ منډو هدف وټاکه. د توپ اچونې په ډګر کې د افغان لوبډلې له لوري نوین الحق درې ډېرې او محمد نبي، شرف الدین اشرف، جاوید احمدي، مجیب الرحمن او راشدخان یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ورپسې افغان لوبډلې خپله پاڼۍ پیل کړه، که څه هم جاوید احمدي د لوبې په پیل کې خپله ویکټ له لاسه ورکړه، خو رحمت شاه او حضرت الله ځاځي د منډو ښه ملګرتیا وکړه او د خپلې لوبډلې په ګټه یې نسبتاً ډېرې منډې وکړې.

د افغان اتلانو له لوري نجیب الله ځدراڼ ۵۶ ډېرې، رحمت شاه ۳۳، محمد نبي ۳۲ او حضرت الله ځاځي ۲۳ او منډې ترلاسه کړې. د ویسټ انډیز توپ اچوونکو له لوري چېس او کاټرېل درې-درې او واش دوه ویکټې ترلاسه کړلې. د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم د ویسټ انډيز لوبغاړي پوران ته ته د غوره توپوهنې له امله ورکړل شو.

د یادولو چې د افغان او ویسټ انډیز ترمنځ د عزیزي بانک جام د یو ورځنیو سیالیو د لوبړۍ دریمه او وروستۍ لوبه د روانې نومبر میاشتې په یوولسمه نېټه ترسره کېږي، دا چې دې لومړیو دوو سیالېو ته وګورو، ښکاري چې ویسټ انډيز لوبډله په افغانستان برلاسې وي، ځکه خو د لوبلړ ګټلو ته هم په نږدې واټن کې قرار لري.