د افغانستان او ویسټ انډيز تر منځ په ټېسټ سیالۍ کې تر اوسه کومه لوبډله برلاسې ده؟

د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ د ټسټ لوبې په دویمه ورځ د ویسټ انډیز لوبغاړو ښه لوبه وکړه او دا مهال په ښه دریځ کې دي. شامرا بروکز د افغانستان خلاف سلیزه وکړه او دا یې په ټست لوبو کې لومړۍ سلیزه/سنچري وه. ویسټ انډیز د بروکز د سلیزې او سپین بالرانو د ښه باولینګ له برکته د لوبې پر دویمه ورځ پرافغانستان برلاسی و.

ویسټ انډیز د افغانستان د ۱۸۷ منډو په ځواب په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۷۷ منډې وکړې او پر افغانستان یې ۹۰ منډې ور واړولې.

افغانستان په خپلې دویمي پاڼۍ کې تر اوسه ۱۰۹ منډې کړي او اوه لوبغاړي یې سوځېدلي دي. په دې حساب افغانستان تر دې مهاله په دویمې پاڼۍ کې ۱۹ منډې مخکې دی او په درېیمه ورځ به ویسټ انډیز ته هدف ټاکي. د افغانستان په منډه جوړوونکو کې جاوید احمدي تر ټولو ډېرې ۶۲ منډې وکړې او د دویمې ورځې په وروستي توپ وسوځېده. دوه نور مهم لوبغاړي اصغر افغان او رحمت شاه دواړه په صفر سوځېدلي دي. احسان جنت په یوه منډه، جمال ناصر ۱۵ او ابراهیم ځدران ۲۳ منډې کړې دي. سبا د لوبې په درېیمه ورځ به افسر ځاځی او راشد خان لوبه پیلوي.

په دویمه ورځ د ویسټ انډیز رکیم کارنیوال او روستن چېس ښه باولینګ وکړ او هر یو درې-درې افغان لوبغاړي وسوځول. کارنیوال په لومړۍ پاڼۍ کې د افغانستان اوه لوبغاړي سوځولي وو.

دا لوبه د هند د لکهنو په ښار کې روانه ده.

افغانستان او ویسټ انډیز تر دې مخکې د یوې ورځنیو او شل اوریزو شپږ لوبې کړې وې چې د یوې ورځنیو لوبو لړۍ ویسټ انډیز او د شل اورونو افغانستان وګټله.