د ویسټ انډيز ګواښ په ځای و، په لومړي ځل افغانستان له ویسټ انډیز لوبډلې وایټ واش وڅاکه

 د افغانستان او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په درېیمه ۵۰ اوریزه لوبه کې افغان لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ویسټ انډیز ته د ۲۵۰ منډو هدف ورکړ.

 توپ وهنه کې افغانستان ته اصغر افغان ۸۶، محمد نبي او حضرت الله ځاځي پنځوس پنځوس منډې وکړې.

 ویسټ انډیز لوبډلې یاد هدف ۴۹م اور کې د پنځو لوبغاړو په زیان سره پوره کړ او لوبه یې د پنځو ویکټو په شتون کې وګټله.

 ویسټ انډیز ته شای هوپ په دغې لوبه کې ۱۰۹ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

 د دواړو لوبډلو ترمنځ د افغانستان په کوربه توب هند کې د درې پنځوس اوریزو لوبو لړۍ ترسره شوه، چې درې واړه یې ویسټ انډیز وګټلې او افغان لوبډله یې وایټ واش کړه.

 ټاکل شوې د شل اوریزو لوبو لړۍ یې راتلونکې پنجشنبه ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان کرکټ ملي لوبډلې پخواني او د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې اوسني روزونکي افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته چیلینج ورکړی و چې سیالۍ به ترې په لوی توپیر ګټي.