د ویسټ انډیز ګواښ افغانستان ته بې ځایه نه و؛ نن یې په پاکستان کوډې وکړې

ـ تاند

پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام په لومړۍ سیالۍ کې ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې ته تسلیمي ورکړه. دا حیرانوونکې سیالۍ په دې وه چې ‍پاکستانۍ لوبډله د لوبې په جریان کې د ۸۳ منډو په جوړولو کې خپل ۸ پیاوړي لوبغاړي له لاسه ورکړي وو.

دا سیالي نن جمعه (د مۍ ۳۱مه) ترسره شوه، د نړیوال جام دوهمه لوبه وه چې د برتانیې په نتنګهم ښار کې ترسره شوه. د لوبې ټاس ویسټ انډيز وګټلو او بهترینه پرېکړه یې په دې وکړه چې لومړی یې توپ اچوونه غوره کړه، پاکستان لوبډلې ته توپوهنه سخته تمامه شوه او ویسټ انډيز په ډېرې اسانۍ وکولای شول چې د پاکستان کم هدف په لنډ وخت کې پوره کړي.

د پاکستان لوبډلې لپاره فخر زما او بابر اعظم هر یو ۲۲، ۲۲ منډې، وهاب ریاض ۱۸ او محمد خفیظ بیا ۱۶ منډې جوړې کړې.

د ویسټ انډیز توپ اچوونکو کې اوشان تامس په ۵ اورونو او ۵ توپونو کې ۲۷ نمرې ورکړې او ۴ لوبغاړي یې وسوځول چې وروسته د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو. شای هوف په دې سیالۍ کې کیچ ترلاسه کړ، چې په دې سره یې د یو ورځنېو سیالیو په لړ کې د کیچونو سلیزه ووهله.

د پاکستان لوبډله په ۲۲ اوور کې په ۱۰۵ نمرو وسوځيدله او ویسټ انډیز ته یې د ۱۰۶ نمرو هدف وټاکلو. د ویسټ انډیز توپ وهونکو د هدف د ترلاسه کولو په موخه میدان ته راښکته شوه او په پېل کې یې تیزه لوبه شروع کړه او دغه هدف یې په څوارلسم اوور کې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو پوره کړ.

د ویسټ انډیز لخوا نه د شپږیزو باچا کریس ګیل په ۳۴ توپونو ۵۰ منډې وکړې چې په کې ۳ شپږیزې او ۶ څلوریزې شاملې وې. د دغې لوبې سره ویسټ انډیز د نړیوال جام په درجه بندۍ کې د لست سر ته وخوت او پاکستان د لست آخر ته ولاړ.

د پاکستان راتلونکې لوبه به د دوشنبې په ورځ د انګلنډ او د افغانستان لومړۍ لوبه بیا سبا/شنبه/ د اسټرالیا سره ده.