کریس ګېل د ویسټ انډیز لوبډلي مرستیال لوبډلمشر شو

د ویسټ انډیز کرکټ بورډ په یوه تازه پریکړه کې د شپږیزو په پاچا مشهور لوبغاړی کریس ګېل د خپلې ملي لوبډلې مرستیال لوبډلمشر وټاکه.

ګېل چې په کور دننه د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې او دغه راز په کورني او بهر نورو سوداګریزو لیګونو کې په خپل چټک اوپننګ او هسکو شپږیزو د لوبډلو ملا ورتړي اوس د لوبډلې مرستیال لوبډلمشري واخېسته او ښایي نړیوال جام لوبډله ښه وځلوي.

نوموړی د ویسټ انډیز په اوسنیو لوبغاړو کې تر ټولو مشر او د ډېرو تجربو څښتن لوبغاړی دی او په نړیوالو لوبو کې ویسټ انډیز لپاره ډېر ځلېدلی هم دی.

کرېس ګېل او د ویسټ انډیز لپاره یې لوبې
هغه چې ۳۹ کاله عمر لري، دا مهال د ویسټ انډیز په لوبډله کې تر ټولو مجرب لوبغاړی بلل کېږي، نوموړي د ویسټ انډیز لپاره ۱۰۳ ټېسټ لوبې، ۲۸۹ یو ورځنۍ لوبې او ۵۸ شل اوریزې لوبې کړي دي.

هغه په دغو درې واړو فارمټونو لوبو  کې ۹۹۲ ۱۸ منډې کړي دي.

کرېسټوفر هېنري ګېل په درې واړو فارمټونو کې په ۹۰ لوبو کې د ویسټ انډیز لپاره لوبډلمشري هم کړې ده.

ګېل په داسې حال کې وایس کېپټن یا مرستیال لوبډلمشر وټاکل شو، چې نوموړی د وروستي ځل لپاره یو ورځنۍ لوبې کوي او له دې جام وروسته له یو ورځنیو لوبو سره مخه ښه هم کوي.

هغه به په دې نړیوال جام کې د الراونډر جېسن هولډر په لوبډلمشرۍ کې ولوبېږي او مرستیالي به هم وکړي.

نوموړي ویلي:

« دا زما لپاره د خوښۍ ځای دی، چې ما باندې ویسټ انډیزیان باور کوي او په هر ډول لوبو کې ما د لوبغاړو نوملړ کې شاملوي او زه باید د یو مشر لوبغاړي په توګه ذمه واري پرځای کړم.»

کرېس ګېل سږ کال د پنجاب لوبډلې لپاره ولوبېد، هغه په ۱۳ لوبو کې د پنجاب لپاره ۴۹۰ منډې وکړې، ۱۵۳.۶۰  سټرایک رېټ ولاړ دی او په منډو کې پنځم ځای کې دی.

سږ کال آې پي ایل کې رسل پسې دوهم نمبر توپ وهونکی دی، چې دېرې شپږیزې یې وهلي دي، رسل ۵۲ شپږیزې جوړې کړي او ګېل بیا ۳۴ شپږیزې وهلي دي.

کرېس ګېل د آې پي ایل له امله د ویسټ انډیز، ایرلېنډ او بنګله دېش ترمنځ د یو ورځنیو لوبو درې اړخیز سیریز ترک کړ، د ویسټ انډیز لوبډلې د دغې لوبلړۍ کې په لومړۍ لوبه کې په ایرلنډ ریکارډ جوړ کړ او په ۱۹۶ منډو یې ایرلېنډ ته ماته ورکړه.