دولت احمدزی: افغانستان د نړیوال جام سیمې فاینل ته د وتلو هیله لري

وحیدالله فیضي

د افغانستان د کرکټ د غوراوۍ د کمیټې مشر دولت احمدزی وايي چې هیله لري چې افغان لوبډله د نړیوال جام کې سیمې فاینل (نیمه پای لوبې) ته لاره پېدا کړي.

ښاغلي دولت احمدزي د رویټرز خبري اژانس ته د لوبډلمشر د بدلولو په اړه هم خبرې کړي دي. هغه ویلي دي چې د نوي لوبډلمشر د ټاکل کېدو پرېکړه سمه وه..

نوموړی وایی ” که اصغر لوبډلمشر وي او که ګلبدین؛ افغانستان نړیوال جام ګټلی نه شي، خو دا یو ښه فرصت دی چې ځوان لوبډلمشر ته د وړاندې تګ فرصت ورکړو، باید تغیرات راشي “.

ښاغلی احمدزی وايي چې د ګلبدین نایب له ټاکل کیدو سره د محمد نبي او راشد خان مخالفت هم حل شوی او اوس لوبډله یو موټې ده. هغه وايي: “دا د هغوی خپل نظر وو، موږ په مسلکي توګه ستونزه حل کړه، اوس هغوی خوشحاله دي”.

د کرکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر ګلبدین نایب وايي چې دی به د اصغر په څیر د تجربه لرونکو لوبغاړو څخه مشورې اخلي او د لوبډلې روحیه هم ښه ده.

ګلبدین وايي “کرکټ بورد وغوښتل چې لوبډلمشر بدل شي. د ټیم ښه والی باید په پام کې ونیول شي نه خپلې ګټې، موږ د یوې ښې پایلې په هیله یو “.

ګلبدین زیاتوي چې د ۲۰۱۵م کال کې په نړیوال جام کې راشد او مجیب په افغان کرکټ لوبډله کې نه وو، خو دا ځل زیاتې هیلې لرو چې د دوی په شتون کې نیمه پایلوبه ته ورسیږو.

ګلبدین وايي “موږ لوبډلې په نښه کړي موږ یې ماتولی شو، خو د لوبډلو نومونه درته نشم اخیستلی.”

د غوراوۍ د کمیټې مشر دولت احمدزی وايي چې تیز توپ اچوونکی حمید حسن هم راستون شوی دی او د دوی لوبډله به د سپین توپ اچوونکو ترڅنګ تیز توب اچوونکي هم ولري

ښاغلی احمدزی زیاتوي چې د حمید حسن او دولت ځدراڼ په شتون کې به دوی د توپ اچوولو په برخه کې ستونزه و نه لري.

د کرکټ نړیوال جام د می په ( ۳۰ نیټه) په انګلند او ویلز کې پیلږي.

افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د جون په لومړۍ نیټه له استرالیا سره کوي، خو د نړیوال جام تمریناتي لوبو په لړ کې به افغانستان د مۍ په ۲۴ پاکستان او په ۲۷ به انګلنډ سره ولوبیږي.