افغان کرکټ ملي لوبډله نن ماسپښين له سکاتلنډ سره دوستانه سيالۍ کوي

تمه ده دا لوبه د کابل پرمهال د ماسپښين په دوه نيمو بجو په سکاټلنډ کې پېل شي.
د افغانستان درې مهم لوبغاړي محمد نبي، راشد خان او مجيب ځدران په ننۍ لوبه کې نشته او ښايي سوکه توپ اچوونکی شرف الدين اشرف يې پرځای دغو لوبو ته ولېږل شي.
دا لوبې دوستانه خو نړيوال جام ته د چمتووالي په موخه نيول شوي.
افغان لوبډله به له ننۍ لوبې وروسته د جمعې په ورځ دوېمه لوبه له سکاټلنډ سره او تر هغې وروسته به دوه لوبې له ايرلنډ سره وکړي.

ټاکل شوې چې افغانستان په لمړي ځل د ګلبدین نایب په مشرۍ سکاتلنډ سره نړیواله یوه ورځنۍ لوبه کوي. په همدې حال کې یو بل ځوان لوبغاړی شرف الدین اشرف هم برتانیا ته روان شوی چې د سکاتلنډ خلاف سیالیو کې ولوبیږي.

افغانستان له سکاتلنډ سره دوې یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې لري چې نن پیلیږي. سکاتلنډ او افغانستان په وروستي ځل تېرکال د نړیوال کپ د غوراوي په سیالیو کې مخامخ شوي وو چې سکاتلنډ ګټلې وه.