د پنځوس اوریز کرکېټ نړیوال جام ۵ ګټونکې لوبډلې

فضل الله فضلي

پنځوس اوریز کرکټ نړیوال جام په هرو څلورو کلنو کې ترسره کیږي چې د کرکټ نړیوال جام د کرکټ نړیوالي شورا یا ICC په رهبرۍ پیل او پای ته رسیږي.

نیوزلنډ، جنوبي افریقا، انګلنډ، بنګله دېش او افغانستان هغه هیوادونه دي چي تراوسه یې دا جام نه دئ ګټلی.

د پنځوس اوریز نړیوال جام لومړۍ اتلولي په ۱۹۷۵م کال کې ویسټ انډیز خپله کړه.
دا جام د دوهم ځل لپاره یوځل بیا همدغه د ویسټ انډیز هیواد په ۱۹۷۹م کال کې وګاټه، چي په ټوله کې ویسټ انډیز لوبډلې دوه ځلي دا جام ګټلی دی.

هند هم دوه ځلي د پنځوس اوریز سیالېو نړیوال جام ګټلی دی.
هند لومړی په ۱۹۸۳م کال او دوهم ځلي یې په ۲۰۱۱ م کال کې د سریلانکا څخه په خپل کور ممبیۍ کې جام خپل کړ.

تر ټولو ډېر اسټرالیا د پنځوس اوریز نړیوال جام اتلولي ګټلې ده. اسټرالیا لومړی په ۱۹۸۷م کال، دوهم په ۱۹۹۹م کال، دریم په ۲۰۰۳م کال، څلورم په ۲۰۰۷م کال او پنځم ځلې یې د نیوزلنډ څخه په ۲۰۱۵ م کال کې ددې جام اتلولي وګټله.

سریلانکا یو ځلې هغه هم په ۱۹۹۶م کال کې  د اسټرالیا څخه په پاکستان کې ددې جام اتلولي خپله کړه.
همداراز پاکستان هم په ۱۹۹۲م کال کې د انګلستان څخه د یوځل لپاره دا جام ګټلی دی.

سږ کال د یادو لسو هیوادونو ترمنځ په انګلستان او وېلز کې ددې جام د ګټلو هڅي کیږي.
ددې جام لپاره افغان لوبډلې د لوبغاړو خورا ښه نوملړ هم اعلان کړی دی.

داچي د یادو دوو هیوادونو د لوبغالو ویشتنځایونه تېز توپ اچوني ته جوړ دي، نو ستونزمنه به وي، چي د افغان سوکه توپ اوچوونې جادو دې پکې تاثیر وکړي.

ټاکل سوې، چي د ۲۰۲۳م کال پنځوس اوریز نړیوال جام د څلورم ځل لپاره په هند او د ۲۰۲۷م کال نړیوال جام د دوهم ځل لپاره په عربي متحده اماراتو کې ترسره سي.

د کرکټ نړیواله شورا د نړیوال جام لپاره د کوربه هیواد د معلومولو لپاره ځانته کمېټه لري، چي هغه کمېټه د نړیوال جام لپاره د کوربه هیواد د معلومولو لپاره څو هیوادونه، د هغه هیواد د امکاناتو، حالاتو او لوبغالو ته په کتو انتخاب کوي، چي وروسته بیا هغه هیوادونو ته رایه ورکول کیږي، هر هغه هیواد چي رایه ډېره وګټله، هغه به یې کوربه توب کوي.