شل اوریز نړېوال جام ته کومې لوبډلې درومي؟

عمران باران

اووم پړاو ” شل اوریز نړېوال جام “ به د ۲۰۲۰م کال په اکټوبر میاشت کې د  اسټرالیا په بیلابېلو ښارونو کې ترسره شي.

دې نړېوال کې به ۱۶ لوبډلې ګډون کوي چې اته لوبډلې یې سر له اوسه معلومي شوي او اته نورې لوبډلې به هم معلومي شي!

په ۸ معلومو شویو لوبډلو کې:
افغانستان، آسټرالیا، هند، پاکستان، نیوزیلنډ، سوېلي افریقا، انګلستان او وییسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې شامل دي.

د یادونې وړ ده چې له دې مخکې دا جام (دوه ځلې ویسټ انډيز او یو‌ یو ځل د انګلستان، هندوستان، پا­کستان او سریلانکا) لوبډلو ګټلی دی.